خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د مغلیز پُل رغنیزې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولايت مغلیز پُل رغنیزې چارې بشپړې او نن د ټولګټو وزارت د سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د زابل ولایت د ټولګټو رئیس په شتون کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.

د دغه پُل پرانيست غونډه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وويل چې د مغلیز پُل ۴۹.۲ متره اوږدوالی او ۸.۲ متره پلنوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اړوند د دوه پایو نورو (غشي رباط او سنګر مانده پلونو)  کار د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز  پُل د کار په بشپړېدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته