خبرونهروغتیا

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د انګلستان  له لوړ رتبه هیئت سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره لیکلي: د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه هیئت د انګلستان له لوړ رتبه هیئت سره وکتل.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دواړو لورو له ځنډ پرته د بشري مرستو او روغتیایي خدمتونو د رسولو او په هېواد کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته