اقتصاد

د افغانستان او چين د سوداګرۍ او د اقتصادي همکاريو د کميسيون غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د افغانستان او چين ترمنځ د ګډې اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ د کميسيون د فعاليتونو د څيړنې دويمه غونډه پرون په کابل کې جوړه شوه .
دغه غونډه د ماليې د وزير اکليل حکيمي په مشرۍ او د کانونو او پټروليم سوداګرۍ او صنايعو، د کليو د بياجوړولو او پراختيا او د بهرنيو چارو د وزارتونو، د چارو د ادارې د استازي او په کابل کې د چين جمهوريت د سفارت د استازې په ګډون جوړه شوه.
د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي په دې باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې غونډه کې د پرمختيايي پروژو د مسئلو په باب چې د نړيوال مرکزي نندارتون، د سيلاوځپلو لپاره د خوندي سيمو او د مسلکي او تخنيکي انستيتوت جوړول پکې شامل دي او دغه راز د سوداګرۍ د اسانتياوو، د ظرفيت د لوړولو د خصوصي برخې د پياوړتيا، د دواړو هيوادونو ترمنځ د بانکي همکاريو، د کانونو او پټروليم د چارو او د نورو اسانتياوو او مسئلو په باب پکې خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته