کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د باميانو ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې پرون مازيګر د واورې ښوييدنې له امله پنځه ښځې ووژل شوې.
دغو ښځو غوښتل چې د ماتم په مراسموکې دګډون لپاره دپنجاب ولسوالۍ د نوى دهن سيمې ته لاړې شي چې په دې سيمه کې د واورې ښوييدنې له امله ووژلې شوې.
د پنجاب ولسوال بياني نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو ښځو مړي د ژغورنې دځواکونو له خوا له ښويدلې واورې څخه ايستل شوي دي اوکورنيو ته يې سپارل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ