کابل د غويي ۲۴ باختر
د تخارملکي او پوځي مسوولینود امنیتي او دفاعي ځواکونواو د ملکیانود شهیدانو له کورنیوڅخه لیدنه وکړه.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر باخترآژانس ته وویل؛ د تخاروالي مولوي عبدالله قرلق او د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د امنیتي خواکونو او د ملکی شهیدانود درناوي په موخه دهغوى کورونو ته لاړل او له هغوی سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
د تخار امنیه قوماندان د هېواد د آزادي او خپلواکۍ د لارې شهیدانو روح ته د دعا په کولو سره وویل : دهېواد پوځيان له ملي نوامیسو څخه د دفاع په خاطرخپل ځانونه قرباني کوي تر څو په هېواد کې سوله او امنیت تامین شي او د هغوى لار مقدسه ده او موږ ملکف یو تر څو ژوندي یو د هېواد او خلکو څخه ساتنه وکړو.
په پای کې د تخارامنیه قوماندان د شهیدانو پرکورنيو د اختر د ډالۍ په وېشلو سربیره له دوي سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزو ته به رسېدګي وشي.
پای-ع