ټولنه

پيغام

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دروژې دمبارکې مياشتې  په مناسبت دملي دفاع وزارت پيغام .
دملي دفاع وزارت دمشرتابه هئيت دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت ټولو ځوريدلو او کړيدلو خلکو په تيره بيا دهېواد پوځيانو ته مبارکي وايي او دافغانستان ټول مسلمان ملت ته دبرکتې او له فيض  ډکې مياشتې او ورور ولي اواخوت دفضا دلازيات تامينولو دمياشتې هيله کوي .
ګرانو هېوادوالو خبر ياست  چې دافغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه دخپلو دندو دترسره کولو لپاره له خپل رسالت سره سم ، دملي واکمنۍ ، ملي ګټو او دهېواد دځمکنۍ  بشپړتيا ددفاع په لاره کې پوره تيارى لري او په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره شپه او ورځ په ځان تيريدنې او دټولو شتو ظرفيتونو په کارولو سره هڅه او هاند کوي .
دهېواد دملي اردو منسوبين دلوى خداى( ج )  له دربار څخه هيله کوي چې زموږ دخلکو طاعات او عبادات قبول شي او هوډمن دي چې دلوړو محاربوي احضاراتو په لرلو سره په ښه توګه دمبارکو مذهبي مناسکو داجرا کولو په مقصد دافغانستان دديندارو خلکو دامنيت دتامينولو په لاره کې په نه ستړې کيدونکي توګه خپلې  مقدسې دندې ترسره کړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته