امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان دهلمند ،قندهار او ارزګان په ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
يوولس تنه تروريست طالبان دامنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې ووژل شول چې دهيواد په څو ولايتونوکې ترسره شول .
  دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په هغو عملياتو کې چې دوسله والو  مخالفينو دځپلو په مقصد  دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز ددغو ځواکونو په هغو ورته  عملياتو کې  چې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول  او دوسله والو مخالفينو ددرندو وسلو يوه ډيپو  کشف شوه او دارزګان ولايت په  دهراود ولسوالۍ کې  دامنيتي  ځواکونو په  چانيزو عمليات کې يووسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته