امنیت

د کهسان خلکو له افغان ځواکونو سره ملاتړ اعلام کړ

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د هرات د کهسان ولسوالۍ خلکو له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره ملاتړ اعلام کړ.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو د مطبوعاتو مسوول نن باختر آژانس ته وويل چې د هرات د کهسان ولسوالۍ د قدوس آباد او د اسلام قلعه ښارګوټي مشرانو او مخورو په يوه غونډه کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړاعلام کړ.
په دې غونډه کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال ارکانحرب عبدالرؤف ارغنديوال د دغې ولسوالۍ د امنيتي حالت د ښه والي ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دفاعي او امنيتي ځواکونه به د امنيت ګډودونکو او طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنيت ګډوډ کړي.
په دې غونډه کې د هرات والي سيد عبدالوحيد زاهد قتالي د امنيت د تامينولو او د دښمنانو د فعاليتونو په مخنيوي کې د خلکو د ونډې او همکارۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته