امنیت

په فاريا ب کې د اتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دويمه :
اته تنه ډار اچوونکي نن سهار  دفارياب ولايت  په پښتونکوټ ولسوالۍ کې  دپوځي عملياتو په  بهير کې  ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله  جمشيدي  باختراژانس ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي دفارياپ  ولايت  دپښتونکوټ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو په خاصو عملياتو کې ووژل شول .
جمشيدي زياته کړه  چې په دغو عملياتو کې  اووه تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول .
جمشيدي وويل  چې په دغو عملياتو کې  د دښمن  يوه پيکا اته کلاشينکوفونه او دوه توغندي ويشتونکي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هغه زياتوي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ديکه توت ، سنګ زرد کلي او څو نور ګاونډي کلي  د ډاراچوونکو له شتون څخه  پاک شوي دي .  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته