سیاست

تبصره

کابل / باختر/ د وږي ٥مه
په هېواد کې د روانو ستونزو د لرې کولو او له شتو ناخوالو څخه د تېرېدو لپاره، اړتيا ده چې خپلمنځي اختلافونه يوې خوا ته پرېږدو او په يووالي او پيوستون سره د ننګونو په وړاندې ودريږو.
دباختر آژانس مفسر ليکي :
له خنډونو او ستونزو سره سره، د امريکا او طالبانو استازي خپلو خبرو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر يوې موافقې ته ورسېږي.
د امريکا او طالبانو استازي د سولې د يوې لومړنۍ موافقې لاسليک کولو ته نږدې شوي دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او امريکا ته د طالبانو د تضمين ورکول چې نور به له افغانستان څخه د بل هېواد پرخلاف ګټه وانخيستل شي؛ د دغه موافقه ليک اصلي موارد به وي.
د موافقه ليک نور موارد دايمي اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل دى او ناروې  چمتو شوې ده چې د دغه شان يوې غونډې کوربه توب وکړي. دا چې امريکا او طالبان د سولې د يوه موافقه ليک د لاسليک لپاره بېړه لري؛ زياتې خبرې شته.
که څه هم ترامپ په فرانسه کې په خپلو وروستيو خبروکې وويل چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره بېړه نه کوي. خو سره له دې هم داسې بريښي چې ترامپ بېړه لري د افغانستان له قضيې څخه د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتي مبارزوکې چې د را روان عيسوي کال په پسرلي کې ترسره کيدونکي دي؛ ګټه واخلي   او پاکستان هم د خبرو ميز ته د طالبانو په راکښلو او له امريکا سره سولې ته د دې ډلې په واردولو سره، د امريکا او لوېديځ د مرستو د بيا ترلاسه کولو په لټه کې ده چې   خپل ګډوډ اقتصاد ته سمون ورکړي او ځان له بين المللي تجريد څخه وژغوري.
دا ښيي چې د دوحه خبرې بيا هم د پرديو د ګټو په محورکې په حرکت کې دي. د دغو ټولو ناخوالو له شتون سره سره، د امريکا او طالبانو ترمنځ موافقه په لاره کې ده او د افغانانو ترمنځ خبرې د ترسره کېدو په حال کې دي. لازمي ده چې د افغانستان دولت له يوه لوړ دريځ څخه په دغه بهيرکې ورګډ شي.
د افغانستان دولت د ناروې په خبروکې د ګډون په موخه بايد د مرکچيانو يو ١٥کسيز فهرست برابر کړي.
سياستوالو او د نظام انتقاد کوونکو د دغه فهرست په اعلام کې د ځنډ په نسبت زياتې  خبرې کړې او زياتې نيوکې يې کړې دي. خو  د يو زيات شمېر خلکو باور دا دى  چې بايد د ملي يووالي حکومت مشرتابه ته فرصت ورکړاى شي چې يو معتبر،اغېزمن او همغږى فهرست برابر کړي چې له يو لوړ او څرګند دريځ څخه په دغو خبروکې  ګډون وکړي.
له بده مرغه د خبرو په څو نورو پړاوونوکې چې د افغان سياستوالو او طالبانو ترمنځ په مسکو او دوحه کې ترسره شول؛ له کابل څخه د برخه والو د اوږد فهرست په شتون کې ګډوډي رامنځته شوه او دا د دې سبب شو چې دغه استازي زيات د طالبانو د نظريو اوريدونکي واوسي او د افغانستان او د هغه د خلکو له دريځ څخه چې د بهرنيو دسيسو او تاوتريخوالي قربانيان دي؛ کمې خبرې وشي.
د مسکو او دوحه غونډې د طالبانو لپاره يو فرصت و چې له ځانه ووايي او خپلې خبرې عملي کړي.
خلک ټينګارکوي چې بايد دغه ترخه تجربه په ناروې کې تکراره نه شي. لازمه ده   چې سياستوال، مدني فعالان او د بشر د حقوقو فعالان له شخصي، سيمه ييزو، سمتي  او سياسي ګرايشونو څخه لري د مرکچي هپلاوي د يو اغېزمن فهرست په برابرولو کې له دولت سره مرسته وکړي چې له طالبانو سره د خبرو په ميزکې، د ويلو لپاره خبرې ولري او وکولاى شي د افغانستان د خلکو د دريځ ښه دفاع وکړي او دا ټکى د طالبانو لپاره روښانه کړي چې يوازې د افغانانو يو موټى کېدل دي چې په هېواد کې د روانو ستونزو غوټه خلاصه کړي.
افغانستان په يو بد او سخت حالت کې دى، له بهرنيو دسيسو او له سياسي لوبو سره مبارزه کوي او د نړۍ په نيابت د ډار اچوونې له عواملو سره په مجادله کې دى. دا ټول زموږ د خلکو او هېواد پر سياسي راتلوونکي باندې اغېزه لري.
د هېواد په دننه او بهرکې کړۍ، سازمانونه او څېرې هلې ځلې کوي چې د قومي او سمتي مسئلو په طرحه کولو سره، د افغانستان ستونزه لا ژوره کړي او په افغانستان کې حالت هماغه شان خطرناک وساتي. په دغه شان يو حالت کې لازمه ده چې زموږ خلک د ملي يووالي تر چتر لاندې د هېواد د ستونزو د حل لپاره يو موټي شي او هغو سياستوالو ته چې ځان د خلکو او هېواد د ګټو مدافع بولي؛ هم اړينه ده چې خپل  سليقوي اختلاف او نظر يوې خوا ته پريږي او په ګټورو او له غرضونو څخه لرې مشورو سره ټوليزو ګټو ته د رسېدو لپاره  له دولت سره مرسته وکړي.
افغانستان او د هغه خلک په يوګډ برخليک پورې تړاو لري، نو دې ته اړتيا ده چې   د روانو ستونزو د حل لپاره له سرچينو او فرصتونو څخه ګټه واخلي چې خپل راتلوونکى په خپله وټاکو او د پرديو لاسونه چې هڅه کوي زموږ لپاره راتلوونکى  جوړ کړي، لنډ کړو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته