سیاست

د ولسي جرګې د بریالیو ټاکنو ترسره کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختردتلې دمياشتې ٣٠نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دفتر، د ولسي جرګې ټاکنې چې د افغانانو په پراخ ګډون سره ترسره شوې، ټول ملت ته مبارکي وايي. دملي امنیت شورا دفتر، د ټاکنو ترسره کېدل لویه لاسته راوړنه او د ولسواکۍ د بهیر بنسټیزه کېدو او د ټولنیز عدالت تامین لپاره مثبت ګام بولي.
دملي شورا مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان خلکو په دې ملي بهیر کې ګډون سره د هېواد دښمنانو ته څرګنده کړه، چې د ترهګرۍ، بنسټپالنې او د ولسواکۍ هر مخالف بهیر ته د کامیابېدو اجازه نه ورکوي؛ بلکې د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو خوا کې په پوره ژمنتیا درېږي.
دا لومړی ځل و، چې افغانستان کې د سراسري ټاکنو امنیت د افغانستان زړورو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا تامین او د دښمن له ګواښونو او ننګونو سره ــ سره، افغانان د رای اچونې مرکزونو ته ولاړل او ولسي جرګه کې یې د خپل استازي ټاکنو لپاره رایه وکاروله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دفتر، د هېواد له ټولو اوسېدونکو، ملي او نړیوالو رسنیو، محترمو نوماندانو، ملي او نړیوالو ناظرینو او په ټاکنو کې له نورو ښکېلو خواوو، چې په دوو ورځو کې يې ددې بهیر د بري، پیاوړي کېدو او روڼتیا لپاره بې درېغه هڅې وکړې، مننه کوي.
همدا راز دملي امنیت شورا، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، نوماندانو او هغوی چې د ولسواکۍ د بهیر پیاوړي کېدو لار کې شهیدان شوي، کورنیو سره يې خپله خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له درباره د عاجلې شفاء هيله کوي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته