امنیت

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په قربان سيمه کې د ائتلاف دځواکونو دهوايي ګوزارونو له امله يوتونس موټر له څلورو تنو ځانمرګو يرغلګرو سره له منځه تللى دى
باختراژانس دملي دفاع وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ  دغه راز دغزني ولايت داب بند ولسوالۍ دچوري کلي په ساحه کې دائتلاف  دځواکونو دهوايي ګوزارونو په  پايله کې  دظريف کوچي نولس تنه افراد ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول
ديادونې وړ ده چې په دغو هوايي   ګوزارونوکې ددښمن يو زيکويو او يو رنجر او يوتونس موټرونه هم ويجاړ شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته