کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢١
دوه ديرشو غوره څيرو د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ.
دغو ورزشکارانو د ووشو ددغو سياليو په پاى کې چې د شپږ سوه ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې؛ د دغې څانګې ملي ټيم ته لاره وموندله.
د بدني روزنې او سپورت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د آمريت غړي سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ووشو انتخاباتي سيالۍ له يوې اوونۍ راپه دې خوا له اتلس کلنى څخه ښکته د مرکز او د هيواد د پنځو ولايتونو څخه د شپږسوه ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې وې، په اتو وزني کټګوريو کې ترسره شوې او په پاى کې له هر وزن څخه څلور غوره څيرو د ووشو دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ.
2 د یوې دقیقې څخه لږ