امنیت

دقندهار له نظامي اکاډمۍ څخه د١٠٢سرتيرو فراعت

کابل / دلړم ١٣مه / باختر :
١٠٢ سرتيري په قندهار کې له نظامي اکاډمۍ  څخه فارغ شول .
دغوسرتيرو ديوې زده کړيزې  دورې لپاره له ډار اچوونکو سره دمبارزې اودامنيت دتامينولو لارې چارې د افغان ښوونکو له لوري زده کړې .
دهېواد په جنوب کې داتل قول  اردو قوماندان جنرال بيک مراد وفايي باختر اژانس ته وويل چې دغه سرتيري  له پوځي زده کړو وروسته ټاکل شوې ده دارغنداب ، ژيړي او پنجوايي په  ولسواليو کې په خپلو پخوانيو پوځي واحدونو کې  ځاى پرځاى شي .
هغه وويل چې د ډار اچونې پرخلاف  مبارزه کې دپوځيانو دلازيات اغيزمنتوب لپاره دهېواد په جنوب کې ټول پوځيان به په نوبت سره  دقندهار په نظامي  اکاډمۍ  کې دنظامي زده کړو يوه دوره تېره کړي .
تراوسه پورې  دهېواد په جنوب کې  په زرګونو پوځي منسوبينو پوځي زده کړې  کړې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته