امنیت

١٣٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه :
١٣٨ تنه وسله وال طالبان  په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، امنيتي ځواکونو دتخار ، کندز ، زابل ، بغلان ، لوګر ، هرات او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې  ١٣٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،٨٦ تنه يې ټپيان او شپږ تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
ديادونې وړ ده چې په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دهلمند ولايت ته نومول شوى والي ملا عبدالرحيم  هم شامل دى .
په دغو فعاليتونوکې ددښمن يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دکابل ، کونړ ، پروان او دفارياب  د ولايتونوپه مربوطاتو کې نهه ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته