کابل/ باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
د هېوادپه ١٤ولايتونوکې د تروريستانو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په خاطر ٢٣ پلان شوي عمليات ترسره شول.
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي چې د ملي دفاع وزارت د تروريستانو د ځپلو او د دولت د مخالفانوله شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد ٢٣ پلان شوي عمليات او دوه شپني عمليات د هېوادپه ١٤ ولايتونوکې ترسره کړي دي.
دغو عملياتو، په عملياتوکې د شاملو ځواکونو په ملاتړ هوايي الوتنې له ځان سره لرلې چې له امله يې د دښمن ديارلس تروريستي ځالې دړې وړې شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ