امنیت

په لغمان کې په دولتي تاسيساتو د بريد لپاره د طالبانو ناکامه طرحه

_  مهترلام باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
په لغمان ولايت کې په دولتي تاسيساتو د بريد لپاره د وسله والوطالبانو طرحه  ناکامه شوه.
امنيتي مامورانو پرون ناوخته هغه ځانمرګى يرغلګر چې په دې بريد موظف کړاى شوى و، ونيوه.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه ځانمرګى يرغلګر د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښارکې  هغه وخت ونيول شو چې په ښځينه  جامو سمبال و.
دلغمان والي  عبدالجبارنعيمي باختر آژانس ته وويل چې پوليسو ددغه ځانمرګي بريد ګر په نيولو سره په مهترلام ښارکې په دولتي تاسيساتو دبريدمخه ونيوله .
ده وويل: په ښځينه سمبال بريدګر غوښتل چې ځان يوې دولتي ودانۍ ته ورسوي او په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي؛  خو پوليسو هغه وپيژاند او ويې نيوه.
نيول شوي بريدګړ په لومړنيوتحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې په پاکستان کې د طالبانو د قوماندانانوله خوا په لغمان ولايت کې په دولتي تاسيساتو د ځانمرګي بريد په ترسره کولو ګومارل شوى و.
پاى    ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته