سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دوو تنو وزيرانو اودملي امنيت لوى رييس ته دولسي جرګې دغړو دتائيدي رايې دورکولو له امله قدرداني وکړه

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي  دوو تنو  وزيرانو اودملي امنيت لوى رييس ته دولسي جرګې دغړو دتائيدي رايې  دورکولو له امله  قدرداني وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  دولسي جرګې له غړو څخه  دملي دفاع دوزيرستر جنرال بسم الله محمدي ، دکورنيو چارو دوزير سترپاسوال غلام مجتبي پتنګ اودملي امنيت دلوى رييس اسدالله خالد په انتخاب کې ددوى دفعالې ونډې  اخيستنې په خاطر چې  دهيواد له اساسي قانون سره سم ترسره شو مننه وکړه .
جمهوررييس هيواد اودافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې نويو وزيرانو اودملي امنيت لوى رييس ته  دبرياليتوب هيله وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي له دې امله چې دهيوادمجاهد او وطندوست شخصيت حاجي عزيزالله دين محمد ونه کړاي شول دسرحدونو دچارو وزارت دپست د ترلاسه کولو په خاطر لازمې رايې  وګټي ، خواشيني څرگنده کړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته