کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
وسله والو یرغلګرو په قندهارښارکې یوه ښځه ووژله.
دغه ښځه پرون نا وخته کله چې غوښتله خپل کورته ننوځي د یرغلګرو په ډزو کې ووژل شوه.
د قندهار یوې امنیتي سرچېنې له باخترآژانس سره په اړیکه کې دغه پېښه تاییده کړه.
تراوسه د دغې وژنې انګیزه معلومه نه ده ، مسوولین هم د دغې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
-ع