کابل باختر دتلي درې ويشتمه :
دهلمند ولايت يوې ستراتيژيکي سيمه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دکوماندو ځواکونو تيرماښام دنادعلي ولسوالۍ دزرغونکى ساحه په بشپړه توګه دوسله وال طالبانو له شتون څخه پاکه کړه .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم دطالبانو له شتون څخه دناد علي دزرغونکى ساحې دپاکول تاييد کړه .
ويل کيږي په دغو جګړو کې وسله وال طالبان دسرزيات زيانونه زغملي دي خو دقيق شمير يې نه دى معلوم .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ