سیاستخبرونهTOPټولنهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

۲۱ مه پېړۍ؛ مسلمانان په کافي اندازه شاته پاتې دي

 تبصره

یو ځای مې پر فیسبوک ولوستل، چې هندوستان کې ۸ زره پوهنتونونه او د لوړو زده کړو علمي مراکز شتون لري؛ په داسې حال کې، ټوله اسلامي نړۍ کې یواځې د ۸ سوه په شاوخوا کې پوهنتونونه شتون لري.

نو تاریخ ته که وکتل شي، مسلمانان لومړني خلک دي، چې د خپل تاریخ په اوږدو کې یې نړۍ ته علم وروپېژانده او نړۍ والو ته یې دا زمینه برابره کړه، چې له عصري علومو سره اشنا شي.

د بېلګې په توګه ابو علي سینا بلخي لومړنی کس وه، چې نړۍ یې له عصري طبابت سره اشنا کړه او په دغې برخه کې یې د پام وړ کشفیات، څېړنې او اختراع ګانې وکړې، چې اوس یې نړۍ وال په تېره بیا غیر مسلم د نوموړي له څېړنو او طبي نظریو څخه ګټه اخلي او له بده مرغه لیدل کېږي، چې د اکثریت مسلمانان که هغه عرب دي او که عجم، کفري هېوادونو ته د خپلو درملنو او درملو پېرلو لپاره ځي.

دغه راز په نورو برخو کې که هم وګورو مسلمانانو د اسلام په لومړنیو پېړیو کې علم کې ډېر کار کړی و، لکه تاسو به د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو په دورو کې د مسلمانانو له معتبرو کتابتونونو څخه د اروپایانو او نورو غیرې مسلمو د استفادې کیسې اورېدلې وي او که مو نه وي اورېدلې نو اړینه ده، چې په دې اړه څېړنې وکړئ، ځکه سخته اړتیا یې لیدل کېږي.

تاسو به دا کیسې هم اورېدلې وي، چې اروپایانو او نورو غیرې مسلمو به د مسلمانانو په علمي مرکزونو او پوهنتونونو کې زده کړې کولې او بیا خپلو سیمو ته تلل او بېرته به یې د مسلمانانو له پر وړاندې له خپل ترلاسه کړي علم څخه استفاده کوله او لا یې هم کوي.

دا معلومه خبره ده، چې د کفارو او مسلمانانو تر منځ به جګړې تر قیامته روانې وي او لیدل کېږي، چې کفار د مسلمانانو پر وړاندې جګړو کې له سختو تکتیکونو څخه کار اخلي.

باید ووایم، چې اوس وخت کې تر نظامي جګړو، اقتصادي، تکنالوژیکي او نورې هغه ډېرې شوې دي او لیدل کېږي، چې کفار د مسلمانانو پر وړاندې برلاسي دي او دلیل یې هم همدا دی، چې هغو نوې ټکنالوژي په لاس کې لري، د نړۍ اقتصاد یې په لاس کې اخیستی او سیاست یې هم له سخت منافقت او چل څخه ډک دی.

څه کول په کار دي؟

مسلمانانو ته پکار ده، چې یو ځل بیا د پخوا په څېر علم ته مخه کړي او داسې علم ترلاسه کړي، چې پر مټ یې د نړۍ اقتصادي، سیاسي، ټکنالوژیکي او پوځي واک په لاس کې واخلي او ښه په نره د کفارو پر وړاندې ودرېږي، هغه وخت به له فلسطین څخه هم دفاع کولی شي او د نړۍ په یوبله برخه کې به د یو مسلمان ننګه هم وکړي.

مسلمان باید داسې ډاکتر، انجینیر، پیلوټ او نور متخصیصن ولري، چې پر مټ یې وکولی شي، د سرطان په ناروغۍ اخته درملنه کړي، داسې انجینیر ولري، چې هېڅ کله نورو ته اړ نه شي، د کیمیا، فزیک، ریاضي او بیولوژي داسې استاد ولري، چې د نړۍ د اټوم پلار جوړ او د مسلمانانو د دفاع لپاره یې نندارې ته وړاندې کړي.

مسلمان که په واقعي ډول راویښ شي، نو هېڅکله به د کفري نړۍ د بشري مرستو په قطارونو کې صف جوړ نه کړي، هېڅکله به د لوېدیځ او کفري نړۍ په پوهنتونونو کې د زده کړو کولو ارمان و نه لري، هېڅکله به د کفارو د پوځي تجهیزاتو ننداریزې ویډیوګانې پر انټرنېټ و نه ګوري، هېڅکله به کفري نړۍ(نیوزیلنډ، اسټرالیا، اروپا، امریکا او کاناډا) کې د ژوند کولو خوبونه و نه ګوري، هېڅکله به د کفارو په روغتونونو کې درملنې کولو ته ډالر نه جمع کوي؛ خپله به هر څه لري او په نړۍ به راج چلوي.

یادونه: زه د یو خبریال په توګه غزه او نوره اسلامي نړۍ کې روانو حالاتو دې ته وهڅولم، چې باختر اژانس ته داسې یوه لیکنه وکړم.

د اسلامي نړۍ او په ټوله کې د مسلمانانو د راپورته کېدو په هیله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته