خبرونهاقتصادTOP

یو ترکی شرکت غواړي په افغانستان کې د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د ترکیې د «هولدنک ایلدیزلم» شرکت له استازي علي واحد آتیچي سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه یې د سراسري امنیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ترکي شرکت استازي، په افغانستان کې د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي چې د امنیت په ټینګښت سره، د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اوسمهال په کندز او فاریاب کې د سرو زرو لويې پروژې د پانګونې لپاره اعلان ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړې ده:«موږ هڅه کوو چې له دغه فرصت څخه ملي او نړیوال پانګه وال ګټه واخلي او همدا راز د بهرنیو پانګه والو د هڅولو او راجلبولو په موخه هر ډول قانوني همکاریو او آسانتیاوو برابرولو ته چمتو یو».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنۍ او د سراسري امنیت د شتون په دلیل، د هېواد د بېلابېلو کانونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پانګونې لېوالتیا ډېره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته