کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر
د بدخشان ځايي مسوولینو په یاد ولایت کې د برېښنا د شارټۍ له امله د ۲۰ هټیو د سوځېدو خبر ورکړی دی.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د برېښنا د شارټۍ له امله ۲۰ هټۍ سوځېدلې دي.
هغه زیاته کړه د یادې اورلګېدنې له کبله هټیوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.