کابل، غبرګولې ۳مه، باختر
د کورنيو چارو د وزير سر ياورمولوي عبدالرحیم ثاقب د اروپا د سولې انستېتیوت له استازي ماریان زومبیلیو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
ثاقب په دې کتنه کې د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت ښه بللی او په دې اړه یې د اروپا د سولې انستېتیوت استازي ته ډاډ ورکړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو موجودیت یوازې فیسبوکي تبلیغات بللي دي.
په ورته وخت کې د اروپا د سولې انستېتیوت استازي ماریان زومبیلیو د سولې له بهير څخه ملاتړ او د اجماع پر جوړیدو ټینګار وکړ.
زومبیلیو همدا رنګه وویل: چمتو دی چې د سولې په برخه کې افغان حکومت ته مشورې ورکړي.
افغانمل