خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د کب ۹مه، باختر
يو شمېرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د طلوع نيوز خبري سايټ (د اسلامي امارت ویاند: د امنیت شورا غونډې کومه نتیجه نه درلوده ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د امنیت شورا د وروستۍ غونډې په تړاو ویلي، چې د دې شورا د غړو ترمنځ د توافق نشتوالی د دې سبب شو چې غونده بې نتیجې پای ته ورسېږي.
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه د یوولسو هېوادونو ګډه اعلامیه په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د یوه جامع حکومت د جوړېدو په اړه د دوی د معلوماتو د نشتوالي پایله وبلله.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (د ناروې پروفیسور: د غزې کړکېچ تر ټولو ظلمونو څخه زیات دی چې تر اوسه لیدل شوي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د ناروې پروفیسور مدس ګیلبرټ چې د ابن خلدون په پوهنتون کې د ” فلسطین او د نړۍ د اړیکو راتلونکی” کنفرانس کې د ګډون لپاره استانبول ته ورغلی و، د غزې د کړکیچ په اړه خبریالانو ته وویل: اسرائيلو د فلسطين ولس وږی تږی پرښود د ژمي په سړه هوا کې یې پرې بمباري وکړه، اسراییلو دوی معلول کړل دا هغه ظلم دی چې په تاریخ کې نه دی لیدل شوی.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (قزاقستان په یوه نړیواله غونډې کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ته د ګډون بلنه ورکړه ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
په کابل کې میشت د قزاقستان جمهوریت سفیر د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست سره په کتنه کې هغه ته د «استانه فورم» په غونډه کې چې څه د پاسه پنځوسو هېوادونو څخه جوړه شوې او ټاکل شوې د روان کال د جون په میاشت کې جوړه شي، د ګډون بلنه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته