خبرونهاقتصاد

کابل کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت دوه فرعي سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
کابل ښاروالۍ د دغه ښار د دولسمې ناحیې په ۱۲م ګذر د احمدشاه بابا مېنې پروژې په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي چې دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه نیمو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
د سرچیني په وینا، دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې وه.
هېره دې نه وي چې پرون هم د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د نهمې ناحیې د ۶ او ۱۶م ګذر په قلعه حبیب، یکه توت او امین آباد سیمو کې د ۷ فرعي سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته