خبرونهاقتصادټولنه

کابل کې د څه باندې ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دیارلسمې ناحیې اړوند د ۴۰م، ۴۱م او ۴۷م ګذر د رسول اکرم جومات، د ۴۱م ګذر اړوند د بهارستان۸  او د ۴۸م ګذر  اړوند د استقلال ښارګوټي په سیمو کې د کوڅو جوړولو ۳ پروژې بشپړې شوې.

دغه ادارې ویلي چې په ۴۰م، ۴۱م او ۴۷م ګذرونو کې د ۸۸۰ مترو په اوږدوالي او ۴مترو سور سره کوڅه؛ په ۴۱م ګذر ګذر کې د ۹۳۷ مترو په اوږدوالي او د ۴ او ۵ مترو په سور سره کوڅه، او په ۴۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې ۷۷۵ متره اوږدوالی او ۴متره سور لري، د لښتیو په ګډون د (۲۵.۴) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړې شوې دي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو له کابل ښاروالۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د يادو کوڅو په جوړېدو سره يې ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري آسانتياوې رامنځته شوې دي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم په دغه ښار کې د کابل ښاروالۍ له لوري لسګونه دې ته ورته لویې او وړې پروژې پلې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته