سیاستخبرونهTOPټولنه

کابل کې د جاپان سفير: اوس له افغانستان سره د نړۍ د تعامل وخت دی او جاپان له دغه هېواد سره ښې اړيکې غواړي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفير تکه يوشي کيورومي سره وکتل.
د جاپان سفير په دغه کتنه کې له افغانستان سره د هغه هېواد د ۴۵ ميليونه ډالرو مرستې په اړه خبرې وکړې او د سراسري امنيت ټينګښت، اقتصادي پرمختګونو او نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې مهم ګام وباله.
هغه زياته کړه؛ جاپان غواړي چې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري او په وينا يې اوس له افغانستان سره د نړۍ د تعامل وخت را رسېدلی دی.
د جاپان سفير همدارنګه له افغانستان سره د هغه هېواد له لوري د بيارغونې او تاريخي آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په ځانګړي ډول د ملي موزيم په برخه د همکاريو د چمتووالي ډاډ څرګند کړ.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په سياسي او کلتوري برخه کې د همکاريو د ټينګښت او ډېرېدو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته