کابل/ د کب ٣مه / باختر
کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار په دولسمه ناحیه کې یې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی او ټاکل شوې ده په سلګونو نیالګي د یادې ناحيې په مربوطاتو کې کېنول شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ دغه کمپاین د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا رييس مولوي عبدالوکیل متوکل، د دولسمې ناحیې رييس احسان الله جواد او یو شمېر ښاریانو پیل کړی دی.
کابل ښاروالۍ له خلکو غوښتي چې د نيالګيو کېنولو په کمپاين کې پراخه ونډه واخلي او د ښار په سمسورتيا کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم کابل ښاروالۍ د وزير محمد اکبرخان په غونډۍ کې سلګونه بې ميوې نيالګي کېنول.
بل خوا د دغې ادارې مسوولین وايي ټاکل شوې ده ټولې هغه شنې سیمې چې په تېرو کلونو کې زورواکو غصب کړې وې، بېرته ترلاسه او د نیالګیو کېنول په کې پیل کړي.
\ ذ