فرهنګ

ډاکتر رهين په جاپان کې دباميانو په سمپوزيم کې برخه اخلي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  نن له کابل څخه جاپان ته روان شو .

 په دغه سفر کې داطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره ددغه وزارت فرهنګي معين عمر سلطان او دباميانو والي حبيبه سرابي ملګرتياکوي دباميانو په سمپوزيم کې دګډون په مقصد چې په جاپان کې جوړيږي کيږي .

 ډاکتر رهين دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دباختر اطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل ،ټاکل شوې ده دباميانو سمپوزيم  په روان کال کې د دسمبر په پنځمه او شپږمه نيټه دجاپان په توکيو ښار کې او وروسته ددغه هيواد په کيودوايالت کې جوړ شي .

  ټاکل شوې ده په دغه سفرکې داطلاعاتو او فرهنګ وزير اوملګري هيئت يې دجاپان کورنيوچارو له وزير او ددغه هيواد له نورو مقاماتو سره خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته