کابل / د کب ۴ مه / باختر
د جوزجان د عامې روغتیا سرپرست قاري عبدالغني صمیم باخترآژانس ته وویل چې مخکې له دې مقرري د بډې اخیستنې او واسطې پراساس کېده؛ خو د اسلامي امارت په بریا سره مقرري د وړتیا پراساس ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې په ولایتي روغتون کې د داخلې او جراحیو په ۱۱ بستونو کې په شرایطو برابرو کسانو استخدام لپاره نن د موظف هیئت په شتون کې له ۶۵ متقاضیانو څخه آزموینه واخیستل شوه.
د ولایت مقام دفتر رییس استاد محمد مجاهد وویل چې له دې وروسته مقرري د وړتیا پراساس ترسره کېږي او په آزموینه کې هغو کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي چې وړتیا ولري.
ع