په دايکندي ولايت کې څلويښت تنه معلولين او کونډي ښځې دحرفوي زده کړو له کورس څخه فارغې شوې .
دجګړو دقربانيانو دبيا ځواکمنې ددفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې برخه والو په دې کورس کې دخياطي ، او دموټرسايکل د ترميمولو په برخو کې شپږ مياشتې زده کړي کړي دي .
خبرځاى زياته کړه دکورس په پاى کې په هري ښځې له لوازمو سره يي دخياطي ديو ماشين او هر نارينه و ته دموټرسايکل دترميمولو يو سيټ وسايل وويشل شول .
دلومړې دوري په شاملانو دفراغت دسندونو په ويشلو سره نن دکورس ددويمې دوري روزنيزي چاري پيل شوي .