امنیت

څلور پوځيان په پکتيا کې ووژل شول

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
څلور پوځيان په پکتيا کې په يوه چاودنه کې ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه تېر ماښام د پکتيا په مرکز ګرديز ښار په مرکزي چوک کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله پوځيان په کزمې بوخت و .
د پکتيا يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور پوځيان ووژل شول او څه ناڅه شل نور ټپيان شول.
يوشمېر ملکيان هم د دغې چاودنې په ټپيانوکې شامل دي .
په ګرديز ښار کې د پکتيا د مرکزي روغتون ډاکترانو د دغې چاودنې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللې دى.
تراوسه پورې د دغه بم د اېښودلو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو امنيتي خبرځايونو وسله وال طالبان د هغه د اېښودلو عامل بولي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته