کابل باختر دزمري ١١:
څلور تنه ملکي وګړي په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو نن سهار په خاکريز ولسوالۍ کې دماين چاودنه وشوه .
دقندهار ولايت يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ددوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين دښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندولو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ