کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
څلور بريتانوى عسکر په هلمند ولايت کې ديوځانمرګې بريد له امله ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه پيښه پرون د هلمند ولايت دنادعلي په ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
دافغان مقاماتو دڅرګندونو له مخې : بريتانوي ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې دوي ته څيرمه ځانمرګې بريد وشو او له امله يې ددغه هيواد څلور تنه عسکر ټپيان شول .
دا پيښه په داسې حال کې وشوه چې په هلمند ولايت کې ميشت بريتانوى ځواکونو د نهرسراج په ولسوالۍ کې يوه پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلي ده .
دبريتانيا د دفاع وزارت دهمدې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ددغه هيواد ځواکونه د ٢٠١١ م کال دجولاى له مياشتې په دغې اډې کې شتون درلود. دبريتانوي دمقاماتو دڅرګندونو له مخې : هيله کيږي چې په هلمندولايت کې
د روان کال اکتوبر دمياشتې تر پاى پورې څلور نورې اډې هم افغان ځواکونه وسپارل شي.
0 1 دقیقه لوستل