کابل- باختر د ليندي شپږ ويشتمه:
د بغلان ولايت په مربوطاتوکې نن سهار د نفتي موادو څلور ټانکرونه وسوځول شول .
د خنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله مقصودي باختر اژانس ته وويل: لومړۍ يو ټانکر دچلوونکې د بې احتياطي له امله په دې سيمه کې وسوځول شو چې له امله يې درې نور ټانګرونه چې په دې سيمه کې دريدلي وو؛ وسوځول شول او له منځه يوړل شول .
د خنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: تراوسه دا نه دې ثابته شوى چې د ټانکرونو تيل په کوم خصوصي شرکت پورې اړوند دي او يا د ناټو ځواکونو پورې.
خبرځاى زياتوي: د دغې پيښې په اړوند دوه تنه چلوونکې تر تحقيق او پوښتنېې لاندې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ