خبرونهورزش

پکتیکا کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

پکتیکا ولایت د بدنې روزنې او سپورټ آمریت اړوند د والیبال فدراسیون او سیدو کلا والیبال کمېټې له لوري د کابل پترو پمپ په مالي ملاتړ د خوست؛ پکتیا، میدان وردګو، غزني او پکتیکا ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې ۲۵ ورځي مخکې پیل شوې وې د میدان وردګو شاهید لوبډلې په اتلوالي وګټله.

د یادو سیالیو پایلوبه د میدان وردګو شاهید لوبډلی او خوست ولایت د مسؤل خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د میدان وردګو لوبډلې ۳-۱ میدانونو په توپیر بریا خپله کړه .

د لوبي د مسؤلینو له لوري د نورو ډالیو ترڅنګ لومړي مقام کټونکي ته ۲۰ زره افغانۍ او دوهم مقام کټونکي ته ۵ زره افغانۍ نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته