خبرونهاقتصاد

پکتیا کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳ چک ډیمونو او بدیلو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال په یاد ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳چک ډیمونو د جوړولو او بدیلو پروژو د پیل پرانیسته وکړه.
د یادو چک ډیمونو او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په جوړېدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.
باید وویل شي چې له وړاندې هم د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه، بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۴۱ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته