خبرونهفرهنګ

پکتیا کې د هنري انځورګرۍ او تابلوګانو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د هنري انځورګرۍ او تابلوګانو یو ورځنی نندارتون ترسره شو، چې په لسګونه رسامۍ شوې تابلوګانۍ او انځورونه په دغه نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار وايي، چې دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه د هنرمندانو ملاتړ او تشویق و، تر څو داسې نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه جوړ کړي, چې د اسلامي شریعت په رڼا کې ټولنې ته ښه پیغام وړاندې کړي.
په دغه ولایت کې هنرمندان او رسامان وايي، چې د داسې نندارتونونو جوړېدل مثبت ګام دی او که حکومت يې مالي ملاتړ وکړي، کولای شي دغه هنر ته ښه پرمختګ ورکړي.
دوی زیاتوي په پکتیا کې د انځورګرۍ، خطاطۍ او نقاشۍ په برخو کې ښه استعدادونه لري خو تر اوسه ورته چا پاملرنه نه ده کړې.
نجیب الله څاروان په دغه ولایت کې یو هغه انځورګر دی چې وروستی رسم شوی انځور يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنري تابلوګانو او انځورګرۍ په سیالۍ کې د هېواد په کچه درېیم مقام ګټلی.
انځورګر څاروان باختر آژانس سره په خبرو کې حکومت څخه وغوښتل چې باید د هنرمندانو جوړو شویو تابلوګانو او انځورونو ته بازار موندنه او مالي ملاتړ يې وکړي تر څو دوی دغه هنر ته په ښه ډول دوام ورکړي.
په یاد ولایت کې د خطاطانو او انځورګرانو اتحاديې مشر استاد عرفان د دغه نندارتون پرمهال د اسلامي امارت مسؤلینو وغوښتل چې هنرمندانو ته په اړوندو برخو کې د کار زمېنه برابره کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس بیا وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خطاطانو، انځورګرانو او نقاشانو ملاتړ شوی، د دوی ستونزې او غوښتنې اورېدل کېږي د حل لارې چارې ورته لټول کېږي.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د دغه نندارتون پرمهال هنرمندانو ته د کاري زمینو او مالي ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د هغوی ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د یاد هنري نندارتون پرمهال ولایتي چارواکو او مسؤلینو له هنرمندانو وغوښتل چې خپلې هنري انځورګري او نقاشي د اسلامي شریعت او د نظام اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته