خبرونهاقتصاد

پکتیا کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو

کابل، د وري ۴مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچنۍ بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه بند ۸۵ متره اوږدوالی، ۶.۵ متره لوړوالی لري چې ۱۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د یاد بند پرانیستې مراسمو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ملا محمد یونس اخندزاده ولسونو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دغه وزارت له لوري پلې کېدونکې پروژې له ټولو معیارونو سره سم د هېواد د مسلکې انجنیرانو له لوري پلې کېږي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې دې ته ورته لسګونه بندونه جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته