کابل، د لېندۍ لومړۍي نېټه، باختر
د پکتیا ولایت د امام ابو حنیفه دارالایتام مدرسې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۱۶ ورځنۍ سیالۍ، خالد بن ولید لوبډلې ته د ۳-۶ ګولونو په توپیر، د عبیده بن جراح لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې یادو ۱۶ ورځنیو سیالیو په پای لوبه کې د پکتیا بدني روزنې او سپورټ آمریت پر مسوولینو سربېره، د یاد دارالایتام مدرسې استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود.
یادې سیالۍ یتیمانو ته د زده کړو ترڅنګ د سالمې تفريح برابرولو او سپورټ ته د هڅولو په موخه پيل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته مډالونه، کپونه او ورزشي جامې هم ورکړل شوې.