خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه نږدې ۶۰۰ کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د دې ولایت مرکز ګردیز په بېلابېلو کلیو کې ۵٨٨ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټې وټې مسوولیت ور تر غاړې ده د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعید وايي، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۲۰۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه او د چرګانو روزنې اړونده توکي ورکړل شوي دي.

سعید وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بې وزله کورنیو ته د کار زمینه برابره شي  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه سلګونو کورنیو ته دې ته ورته فارمونه جوړ شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته