کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د پکتیا امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د پکتیا ولایت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ میله وسلې نیولې دي.
د یادې قومندانیو د مسوولینو په وینا په دغو عملیاتو کې ۲۰ پاکستانۍ تومانچې او ۵ پاکستاني اېم فور ټوپک نیول شوي چې په ناقانونه توګه څمکنیو او ډنډې پټان ولسوالۍ ته له پاکستان هېواد څخه قاچاق کېدلې.
مسوولین زیاتوي، چې قاچاقبران د پېښې له ځایه تښتېدلي او د نیولو په تړاو یې پلټنې روانې دي.