خبرونهټولنه

پکتیا، ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره ترافیکي برېښنايي څراغونه فعال شول

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار څلور لارو او واټونو کې د لومړي ځل لپاره ترافیکي برېښنايي څراغونه د ښار نظم او ترافیکي پيښو مخنیوي په موخه له نښلولو وروسته نن فعال شول.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین وايي، چې د یادو ترافیکي برېښنايي څراغونو لګولو باندې تقریباً ۴.۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ښاروالۍ له لوري ورکړل شوی.
ګردېز ښاروال مولوي سیدنظیم مزمل بیا وايي، دغه ترافیکي برېښنايي څراغونه د ګردېز ښار څلور لارو او واټونو کې د ترافیکي سیستم غوره والي او ښاري نظم په موخه لګول شوي دي.
د پکتیا ترافیکو مدیر مولوي محمد منصور موټر چلوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې یادو ترافیکي څراغونو نښو ته پام وکړي، ټول اصول او شرايط پر ځانونو عملي کړي تر څو د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته