خبرونهورزش

پکتيکا کې د غشو وېشتلو سيالۍ تر سره شوې

 کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبغاړو تر منځ د غشو وېشتلو سيالۍ ترسره شوې.

په يادو سيالیو کې نجيب الله ارمان لومړی، شاه محمد نصرت دويم او جهانزيب درېيم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ یې دوام کړی، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.

 په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته