بغلان باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
د بغلان پوليسو د امنيت د تامينولو او د تروريستي فعاليتونو او د جنايي جرمونو د مخنيوي په خاطر د بې سنده موټرسايکلونو په راټولولو پيل کړى دى.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې په لسګونو بې لمبر پليټه او بې سنده موټر سايکلونه راټول کړاى شوي او دغه بهير دوام لري.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان وويل: د پوليسو ټولو پوستو ته لارښوونه شوې ده چې بې سنده موټر سايکلونه راټول کړي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان وايي: وسله وال مخالفين له دغه شان وسايطو څخه په خپلو تروريستي بريدونوکې استفاده کوي.
دى دغه راز له امنيتي ځواکونو سره د بغلان د خلکو همکاري ضروري بولي او غواړي چې د بې سندو وسايطو له استفادې څخه دې ډډه وکړي او په دې لاره کې دې له پوليسو سره همکاري وکړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل