خبرونهټولنهروغتیا

په کونړ کې ۹ ټنه تاریخ تېر درمل او بې کیفته خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر 

د کونړ د عامي روغتیا ریاست په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي له لوري د روان کال په جریان کې ۲۰۶ قلمه تاریخ تیري درمل، ۵۲ قلمه غیرالکولي مشروبات او خوراکي توکي راټول شوي وو، چې نن د ولایت مقام، چاپیریال ساتنې ریاست او اړوند نورو ادارو استازو په شتون کې وسوځول شول.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل چې د مؤظف پلاوي له لوري د روغتیایي اصولو سره سم  د مرکز او ولسوالیو له درملتونونو او هټیو څخه دغه تاریخ تېر درمل، غیرې الکولي مشروبات او خوراکي توکي راټول شوي او راتلونکي کې به دغه لړۍ جدي تعقیب کړي.  

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې په پراخه اندازه بې کیفته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته