خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې ۸ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښاروالۍ له لوري په پلې کېدونکو پروژو کې ۸ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار د ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم باختر آژانس ته وویل، چې د بېکارۍ د له منځه وړلو په هدف یې له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ یې شاوخوا ۸ زره کسان پر کار کړي دي.
عاصم زیاته کړه، چې یاد کسان د ښار په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د لنډ وخت له پاره په کارونو بوخت شوي دي.
هغه وویل چې دغو کسانو ته د مرستندویه بنسټونو له خوا د کار په بدل کې پیسې او یا هم خوراکي توکي ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته