خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې ۲زره رېړۍ چلوونکو ته د سولري څراغونو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې ۲ زره رېړۍ چلونکو ته د سولري څراغونو د وړکړې لړۍ پیل شوه.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم نن باختر خبري اژانس ته د یادې توزیع پر مهال وویل، چې دا سولري څراغونه د “UN  HABITAT” مؤسسې له لوري د ۴۷زره ۶۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د ښار د مختلفو بازارونو هغو رېړۍ چلوونکو ته ورکول کېږي، چې متحرک نه وي او له ښاروالۍ  سره ثبت وي.

په ورته وخت کې هغه رېړۍ چلوونکي، چې یاد څراغونه يې تر لاسه کړي، وویل چې اوس به خپل کاروبار د شپې تر ناوخته کوي او د برېښنا ستونزه به يې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته