خبرونهټولنهروغتیا

په کندهار کې د ۲۸ د رواني ناروغانو درملنه وشوه

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

کندهار کې د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او درملنې په مرکز کې ۲۸ نارینه او ښځینه روغ شوي رواني ناروغان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

خپلو کورنیو ته د یادو ناروغانو د سپارنې پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې په لومړیتوبونو کې د رواني ناروغانو او په سوري زړه د اخته ماشومانو درملنه ده.

په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له یاد مرکز څخه په تېر شاوخوا یو کال کې نږدې ۲۰۰ ناروغان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سالم ستانه شوي.

هېره دې نه وي چې په یاد مرکز کې دا مهال ۱۹۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي او ۷۵۰ تنو نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې درمل ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته